د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په شهر نو پارک کې د ښاري ښکلا دوه سمبولونه د ښاریانو پرمخ پرانیستل شول

12 سرطان 1402

10004.jpg (1820 × 1024)

د ښاریانو د ذهني سکون او ښاري ښکلا رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري په شهرنو پارک کې د ښاري ښکلا دوه سمبولونه د ښاریانو پر مخ پرانیستل شول په دغو سمبولونو کې د اوبو یوه ښکلې فواره او یو کلاسیک آبشار شامل دي. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست مرستیال سراج الدین پټان وویل چې، کلاسیک آبشار د پارک په ختیځه برخه کې له طبعي تیږو په پوړیز ډول جوړ شوی دی او شاخوا یې په تیږو فرش پلې لارې، ګلدانونه، څوکۍ او زینتي بوټي په پام کې نیول شوي دي. په همدې توګه د اوبو یوه ښکلې فواره د پارک په مرکزي برخه کې په عصري او معیاري توګه جوړه شوې ده او شاوخوا یې اوږدې څوکۍ او په پوړیز ډول دوه کمانونه د سلګونه زینتي ګلانو د ایښودلو لپاره جوړ شوي دي. ښاغلي پټان زیاته کړه چې، د یادو سمبولونو په جوړېدو سره به دشهر نو  پارک  نندارچیان ډېر شي او ښاریانو ته به د خوښۍ احساس ورکړي. نوموړي دغه راز وویل چې، د یاد پارک زرغونتیا د پراختیا په حال کې ده او یو شمېر تاسیسات به یې بیا ورغول شي. د شهر نو پارک د کابل یو له مهمو پارکونو  څخه بلل کیږي چې،( ۹۲۳۴۸ ) متر مربع مساحت لري او ډېر ژر به داغه پارک په یوه ښکلي تفریحي او مناسب ځای بدل شي