د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شیر پور او شهرنو سړکونو د زیانمنو برخو دبیارغولو چارې روانې دي

13 سرطان 1402

10010.jpg (1820 × 1024)

د ښاردمرکزي برخو شیرپور او شهرنو سړکونو د زیانمنو برخو دبیارغولو چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري پیل شوې وې، لاهم روانې دي. د سړکونو د بیارغونې آمر انجنیر شریف الله قادري په دې اړه وویل چې، د یادو سړکونو یو شمېر برخې د وخت په تېرېدو زیانمنې شوې چې، د پرمختللې ماشینرۍ په وسیله اوس مهال بیارغول کیږي. په دې وروستیو کې له شیر پور سیمې څخه د شهرنو تر شهید څلورلارې پورې د سړک زیانمنې برخې په معیاري توګه رغول شوې او دا کار دوام لري. د ښاري تاسیساتو د ساتنې په برخه کې دا کار ګټور دی، ځکه د عامه شتمنیو له منځه تلو څخه مخنیوی کوي