الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په څلورمه ناحیه کې د (۵۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه سړک د جوړولو چارې روانې دي

13 سرطان 1402

10012.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د څلورمې ناحیې په څلورم ګذرکې له تیږو څخه د یوه سړک د جوړولو چارې روانې دي.  د سړک جوړولو په دغه پروژه کې دلښتي په ګډون، د (۵۴۰) مترو په اوږدوالي او (۸)  مترو سور سره،  یو سړک شامل دی چې، د جوړولو چارې یې څه باندې (۷۰ ) سلنه مخته تللې او د کابو یوې میاشتې په موده کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د یادولو وړ ده چې، د دغه سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د سیمې اوسېدونکو ته ګڼې ښاري آسانتیاوې برابرې او بل خوا به د ترافیکې بهیر پر وړاندې شته ستونزې له منځه ولاړې شي