د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د دیارلسمې ناحیې د( ۴۰،۴۱، او ۴۷) ګذرونو ترمنځ د(۸۸۰ ) مترو په اوږدوالي او( ۵ ) متره سور سره د فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي. د دغه سړک په جوړیدو به له یوې خوا د خلکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې حل، او له بلې خوا به د سیمې اوسیدونکو ته ګڼې ټولنیزې، سیمه ییزې او ښاري آسانتیاوې رامنځته شي. د یادولو وړ ده چې، د دې پروژې له لارې د یادو ګذرونو یو شمېراوسیدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده
په دیارلسمه ناحیه کې د (۸۸۰ ) مترو په اوږدوالي د فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي
14 سرطان 1402