الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

نږدې(۳۷) ټنه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي له منځه یوړل شول

14 سرطان 1402

10016.jpg (1820 × 1024)

د ښاریانو د روغتیا خوندي ساتلو په موخه، د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست، د تېرو دوو میاشتو په اوږدو کې نږدې (۳۷) ټنه بې کیفیته خوراکي او غير خوراکې توکې، چې د مصرف نیټه یې هم پای ته رسیدلې وه، د ښار له بازارونو څخه راټول کړي او نن د مسؤل پلاوي له خوا له ښار څخه بهر د ګزک په سیمه کې له منځه یوړل شول. په دغو توکوکې شیدې، قیماق، بسکویټ، غوړي، پنیر، د لوبیا او کبانو کنسرو،ډول ډول غیر الکولي مشروبات او د مینځلو مواد شامل دي. د کابل ښاروالۍ مسوولان د ښاریانو د روغتیا د خوندیتوب په موخه، د ښار بازارونه تل تر خپل کنټرول او څارنې لاندې لري. تمه کیږي چې پلورونکي د بې کیفیته توکو له پلورلو څخه ډډه وکړي او ښاریانو ته په کار ده چې، د خپلو اړتیا وړ توکو د پیرودلو پرمهال د هغوی نېټې او کیفیت ته پاملرنه وکړي.