د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د تلویزیون غره سیمه کې زرګونه ونو او بوټو ته اوبه ورکړل شوې

14 سرطان 1402

10018.jpg (1820 × 1024)

د زرغونو سيمو د ساتنې او پراختيا په موخه، د دويمې ناحيې اړوند د تلويزيون په غره کې څه باندې لس زره ونې خړوب شوې. د ونو د خړوبولو په دې چاره کې د دویمې ناحيې د مسوولانو سربیره، د سیمې يو شمېر اوسیدونکو هم برخه اخیستې وه او ژمنه يې وکړه، چې د خپلو ملکیتونو مخې ته به د ونوخړوبولو ته جدي پاملرنه کوي. د یادې ناحيې مسؤلین وایي چې، له شته امکاناتو څخه په ګټې اخیستلو سره به د دې ناحیې په بیلابیلو سیمو کې ونې په منظمه توګه  خړوبېږي. کابل ښاروالۍ له ښاریانو څخه غوښتنه کوي، چې د ګرمۍ په موسم کې د خپلو ملکیتونو د مخې ونو خړوبولو ته پام وکړي، ځکه د کابل ښاروالۍ امکانات دومره نه دي چې د ښار ټولې زرغونتیا ته رسېدنه وکړي