د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پنځمه ناحیه کې د پنځو فرعي سړکونو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

14 سرطان 1402

10020.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د سیمه ییزو او ترانسپورتي آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا  او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د پنځمې ناحیې اړوند (۳۷م ) ګذر د آغا صاحب جومات په سیمه کې د پنځو فرعي سړکونو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. د سړک جوړونې دغه پروژه ، دسړک غاړې لښتي په ګډون په ټولیزه توګه ( ۱۰۰۰ ) متره اوږدوالی لري، چې تر اوسه یې (۶۰ ) سلنه چارې مخته تللې او ټاکل شوې ده چې، د دوو میاشتو په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د يادو سړکونو په جوړېدو سره به له يوې خوا د سيمې اوسېدونکو ته ګڼې ښاري آسانتياوې برابرې شي او له بلې خوا د دې پروژې په پلي کېدو سره د سيمې ( ۲۵۰ )  تنو اوسیدونکو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.