الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د اولسمې ناحیې په لومړي او دویم ګذرکې کې د کوڅو د جوړولو چارې، په سلو کې ( ۹۵) مخته تللې دي

14 سرطان 1402

10022.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د سیمه ییزو او ترانسپورتي آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا  او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اولسمې ناحیې اړوند په لومړي او دویم ګذرکې د کوڅو د جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، په سلوکې ( ۹۵ ) مخته تللې دي. دغه کوڅې چې، په ټولیزه توګه(۸۵۰ ) متره اوږدوالی او (۴ ) متره پلنوالی لري، د لښتي په ګډون به یې چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د يادو کوڅو په جوړېدو سره به د سيمې د اوسیدونکو پر وړاندې شته ستونزې حل او ترانسپورتي آسانتیاوې به ورته برابرې شي. یادولو وړ ده چې، د دې پروژې په پلي کېدو سره د سیمې یو شمېر اوسیدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده. په کابل کې د هوا د ککړتیا د کمولو په موخه، په بنسټیزه توګه د کوڅو او فرعي سړکونو جوړول خورا ګټور او مهم دي