د یوه تنظیفي حشر په ترڅ کې د اولسمې ناحیې یوولسم ګذر اړوند، له غرنۍ سیمو څخه کثافات ټول او له ښار څخه بهر ټاکلي ځای ته ولېږدول شول. د اولسمې ناحيې رئیس مولوي حبيب الحق حقاني په دې اړه وويل، چې په دې تنظیفي حشر کې د یادې ناحیې له کارکوونکو سربېره، د سيمې يو شمېر اوسېدونکو هم د خپلو سيمو په پاکولوکې ونډه اخيستې او په دې برخه کې یې له کابل ښاروالۍ سره مرسته کړې ده. نوموړي هیله څرګنده کړه چې, ښاریان باید خپل تولید شوي کثافات په ټاکلو ځایونو کې واچوي،ترڅو د تنظیف ریاست دکارکوونکو له خوا پر خپل وخت ولېږدول شي
په اولسمه ناحیه کې تنظیفي حشر ترسره شو
15 سرطان 1402