الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې په شپاړسم ګذر کې د اتو کوڅو د جوړولو چارې روانې دي

15 سرطان 1402

10028.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د سیمه ییزو او ترانسپورتي آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا  او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د پنځمې ناحیې د شپاړسم ګذر اړوند د ده عربانو په سیمه کې د اتو کوڅو د جوړولو چارې روانې دي. په ياده سيمه کې د لښتي په ګډون، په ټولیزه توګه د (٩٦٦) مترو په اوږدوالي او(٤) مترو په سور سره کوڅې جوړیږي،  چې ورسره جوخت به د سیمې د اوسیدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې هوارې او ترانسپورتي آسانتياوې به ورته رامنځته شي. د یادولو وړ ده چې، د دغې پروژې په پلي کیدو سره یو شمیر کسانو ته د کار زمينه برابره شوې، چې د مسلکي کارګرانو لپاره د ورځې (۷۰۰) افغانۍ او د غير مسلکي کارګرانو لپاره(۴۵۰) افغانۍ ورځنی معاش ټاکل شوې دی