د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د غږیزې ککړتیا د مخنیوي او کمښت په موخه، له سلو څخه ډیر لوډسپیکرونه راټول شول

17 سرطان 1402

10030.jpg (1820 × 1024)

د غږیزې ککړتیا د مخنیوي او کمښت په موخه، د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست له خوا، د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د آیس کریم شرکتونو له پلورونکو څخه تر سلو ډېر لوډسپیکرونه راټول اوظبط شول. د کابل ښاروالۍ د چاپېریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې رئیس مولوي یاسر عمري په دې اړه وویل، چې مخکې دلوړ غږ لرونکو لوډسپیکرونو پر ځای له بدیلو وسایلو څخه، چې ټیت او آرامه غږ ولري د ګټې اخیستو په موخه، د آیس کریم د تولیدوونکو شرکتونو له اتحادیې او یو شمېر استازو سره همغږي شوې ده، چې په پایله کې یې یو شمېر آیسکریم پلورونکي اصلاح شوي، خو ځني نوریې اوس هم سرغړونې کوي. نوموړي زياته کړه، چې غږیزه ککړتيا په ښار کې د ښاري بې نظمۍ رامنځته کیدو، ذهني خپګان، د اورېدلو د کموالي او حتا دکاڼه کېدو لامل کېږي. تمه ده چې بېلابېل اصناف په ځانګړې توګه ګرځنده پلورونکي دې د غږیزې ککړتیا له رامنځته کولو څخه ډډه وکړي، که نه نو له قانوني چلند سره به مخ شي او بیا به د شکایت حق ونه لري.