د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د مالي مدیریت سیسټم کارولو د څرنګوالي ارزونه وکړه

17 سرطان 1402

10032.jpg (1820 × 1024)

 کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د دوه ویشت ګونو ناحیو له رئیسانو او آمرانو سره د مالي مدیریت له واحد سیستم څخه دګټې اخیستنې او د ملکیتونو د ثبت او راجستر د څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او په دې اړه لازم تصمیمونه ونیول شول. کابل ښاروال وويل، چې له دې سيسټم څخه په ګټې اخیستنې د ملکيتونو د ثبت او راجستر په پروسه کې بايد هيڅ ډول ناغېړي او غفلت ونه شي. نوموړي ټینګار وکړ چې، په دغه سیستم کې باید د ملکیتونو د پېژندنې او ثبت، د ملکیتونو د شمېر او ډول او د کابل ښاروالۍ د کرایې او اجارې او همدارنګه د ښاري چوپړتیاوو د محصول او عوایدو د راټولولو په برخه کې ډېر کارونه ترسره شي. د کابل ښاروالۍ د مالي مدیریت سیستم یو له منظمو الکترونیکي اداري میتودونو څخه دی، چې د اصنافو د ثبت او راجستر، د اصنافو د جوازونو ویش، د هټیو دپاسه لوحو محصول او د ودانیزو سرغړونو په برخوکې کارول کیږي. همدا راز دغه سیستم د کاري بهیرونو د سمون او ساده کولو په موخه ډیزاین او جوړ شوی، چې د یوه منظم ډیټابیس (معلوماتي بانک) په جوړولو او د کار په چټکتیا، د شفافیت او ښې حکومتوالۍ په رامنځته کولو کې به ګټور تمام شي