د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پغمان په یحیی خېلو سیمه کې د سړک او ویالې جوړولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

17 سرطان 1402

10034.jpg (1820 × 1024)

 په پغمان کې د څوارلسمې ناحیې اړوند د دریم ګذر یحیی خېلو په سیمه کې د سړک او ویالې جوړولو پروژه بشپړه او د کابل ښاروالۍ دپروګرامونو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري له خوا ، په داسې حال کې چې، دیادې ناحیې مسوولانو او د سیمې یوشمېر اوسیدونکو هم حضور درلود، د پټۍ په پرې کولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.  په هغه مراسمو کې چې له همدې امله جوړ شوي وو، د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم رييس د ښاري آسانتياوو د رامنځته کولو په موخه، دکابل ښاروالۍ د طرحو او پراختيايي پلانونو د بيانولو په ترڅ کې وويل: په دې سیمه کې د (۴۲۴ ) مترو په اوږدوالي او د( ۴.۵ ) مترو په سور سره د یوه فرعي سړک جوړول،او همدارنګه د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د سطحي اوبو د مدیریت په موخه ، په ټولیزه توګه د ( ۵۵۸ )مترو په اوږدوالي، ( ۵۰ ) سانتي مترو سور او (۶۰ ) سانتي متره ژوروالي سره د دوو لښتیو جوړول، چې د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د څانګې په مرسته، د( ۱۱ ) میلیونه افغانیو په لګښت په بنسټیزه توګه جوړې شوې دي. همدا راز نوموړي د سيمې له اوسېدونکو هيله وکړه، چې د ياد سړک ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي، څو له وخته مخکې يې د ویجاړیدو مخه ونيول شي. په ورته وخت کې د پغمان د یحیی خېلو  سیمې اوسېدونکو د کابل ښاروالۍ له پروګرامونو او پلانونو څخه خوښي څرګنده کړه.، د یادولو وړ ده چې، د دې پروژې په پلي کیدو سره له یوې خوا (۱۵۰ ) تنوته د کار زمینه برابره شوې وه، او له بلې خوا دوی ته چاپېریالي او سیمه ییزې آسانتیاوې رامنځته شوې دي.