الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په پنځلسمه ناحیه کې د (۸۰۰) مترو په اوږدوالي د سړک جوړولو چارې روانې دي

17 سرطان 1402

10036.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته دسیمه ییزو او ترانسپورتي آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د پنځلسمې ناحیې اړوند د پنجصد فامیلیو دپنځم ګذر په غرنۍ سیمه کې د(۸۰۰) مترو په اوږدوالي او (۵،۸) مترو په سور د سړک غاړې لښتي په ګډون د سړک جوړولو چارې روانې دي، چې د یوې میاشتې په موده کې به بشپړې شي. د سړک جوړولو دغه پروژه د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د هغو سیمو اوسیدونکو ته چې له ښاري آسانتیاوو څخه بې برخې دي، د کار د زمینې برابرولو په موخه طرحه شوې ده. د سيمې اوسېدونکي د راتلونکي لپار دکابل ښاروالۍ ښاري پلانونو او پروګرامونو ته خوشبين دي او د دې پروژې په پلي کولو کې يې له کابل ښاروالۍ سره مرسته کړې ده. د یادولو وړ ده چې، د دې پروژې له لارې له یوې خوا (۴۰۰)کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوې اوله بلې خوا  به د دغه سړک په جوړېدو سره د ځايي خلکو سیمه ییزې ستونزې هوارې او له ترانسپورتي آسانتیاوو څخه به برخمن شي