د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ خبرتیا

18 سرطان 1402

10040.jpg (2000 × 2000)

له غږیزې ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه لوډسپیکرونه راټولیږي! کابل ښاروالۍ د ښار په کچه ټولو فعالیت کوونکو لکه: د ایسکریم، معدني اوبو او ترکارۍ پلورونکو، د لاسي توکو فعالیت کوونکو او نوورو اصنافو ته خبر ورکوي چې، له لوډسپیکرونو څخه ګټه پورته نه کړي؛ د سرغړونې لیدلو په صورت کې یې لوډسپیکرونه راټولیږي، چې بیا د شکایت حق نه لري. له غږیزې ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه مخکې د آیسکریم او معدني اوبو له یو شمېر فعالیت کوونکو سره همغږي شوې ده، څو دې کار ته یوه بدیله لاره وټاکي، چې په پایله کې یې یو شمېر اصنافو خپل فعالیتونه اصلاح کړي دي او ګڼ شمېر نورو بیا سرغړونه کړې ده چې د مسئولانو تر پلټنې لاندې به ونیول شي. غږیزه ککړتیا په ښار کې د بې نظمۍ، د ذهن د نا آرامۍ، عصبي ناروغۍ او یو شمېر نورو ستونزو سبب ګرځي، چې کابل ښاروالي به دا موضوع په جدي توګه وڅاري. له خپلې ښاروالۍ سره همکار و اوسئ!