د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل له شمالي څنډې ذاکرین ښارګوټي څخه د قمبر څلورلارې پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي

18 سرطان 1402

10042.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار له شمالي برخې د ذاکرين له ښارګوټي څخه د قمبر تر څلورلارې پورې د ( ٧٦٤٥ ) مترو په اوږدوالي او ( ٣٠ ) مترو په سور سره دسړک جوړولو چارې، چې څه موده مخکې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې رياست له خوا پيل شوې وې، اوس هم روانې دي. دسړک جوړولو په دې پروژه کې د سړک د غاړو لښتي، پلې لارې، ګلدانونه، د سړک په اوږدو کې استنادي دېوالونه، د ترافیکي دهلیزونو جوړول،د څراغونو نصبول او دکرښو اچول شامل دي، چې د څه باندې ( ۵۳۰ ) میلیونه افغانیو په لګښت به د (۱۶ ) میاشتو په موده کې بشپړ شي. دغه سړک چې د کابل شمالي او لوېدیځې برخې یو له بل سره نښلوي، د اوه لسمې او پنځمې ناحیو تر منځ جوړېږي، چې دکابل ښار د پراختیا، اقتصادي ودې او همدا راز د ترافیکي بهیر د وېش په برخوکې د ډېر اهمیت وړ دی. د یادولو وړ ده چې، د د دغې پروژې د پلي کیدو په موخه، د یاد سړک په اوږدوکې د شته خنډونو لرې کول او د استملاک شویو کورونو او نورو ملکیتونو د ویجاړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي