د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په یوولسمه ناحیه کې د حضرت علي (رض) جومات شاته له تیږو څخه د فرعي سړک د جوړولو چارې به ډیر ژر بشپړې شي

18 سرطان 1402

10044.jpg (1820 × 1024)

 د یوولسمې ناحیې اړوند د حضرت علي(رض) جومات تر شا  له تيږو څخه د فرعي سړک د جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي دفتر په مرسته پیل شوې، ډېر ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو دتنظیم ریاست د مسوولانو په وینا؛ د له تیږو څخه د سړک جوړولو دغه پروژه، چې ( ۰۰ ۶) متره اوږدوالی او ( ۶ ) متره سور لري، د لښتي په ګډون یې دجوړولو چارې ( ۹۵)  سلنه بشپړې شوې دي. د دغه سړک په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته ګڼې ښاري او ترانسپورتي آسانتیاوې برابرې شي