د کابل ښاروالۍ د کار ،ساتنې او مراقبت ریاست له لوري تر قلعه زمان خان پورې د امنیت پروژې سړک د پلو لارو جوړولو چارې پیل شوې. د دولسمې ناحیې اړوند له بګرامیو څخه تر الوخیلو سیمې پورې د یاد سړک اوږدوالی ( ۷۳۰ ) متره او سور یې ( ۳۰ ) متره دی، چې څه موده وړاندې یې دقیرکولو چارې بشپړې شوې.
تر قلعه زمان خان پورې د امنیت پروژې سړک د پلو لارو جوړولو چارې پیل شوې
18 سرطان 1402