الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د احمدشاه بابا مېنې د اتم بلاک د سړکونو جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي

19 سرطان 1402

10048.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې په اتم بلاک کې د تیږو فرش په بڼه د ۲۵ فرعي سړکونو د جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولانو په وینا، په دې پروژه کې د ټولټال  ۷۳۰۲ متره په اوږدوالي او له ۶ تر ۷ متره سور په درلودلو سره د لښتیو په ګډون سړکونه شامل دي چې، تر دې دمه یې ۹۰ سلنه کار مخته تللی دی او ډیر ژر به یې چارې بشپړې شي. د تیږو فرش په بڼه د سړکونو جوړول له لوړ مقاومت څخه برخمن دي او د ځمکې د سر اوبو په زیرمه کولو کې مرسته کوي.