الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شاوخوا 100 جریبه غصب شوې ځمکې د بېرته راګرځولو په موخه اقدام وشو

19 سرطان 1402

10050.jpg (1820 × 1024)

له کابل ښاروالۍ، بګرامۍ ولسوالۍ او د کابل له امنیه قوماندانۍ څخه د جوړ شوي ګډ کمیسیون له لوري، د دوه ویشتمې ناحیې اړوند د بګرامیو سیمې په الف برخه کې د شاوخوا (۱۰۰ ) جریبه غصب شوې ځمکې د بېرته راګرځولو په موخه اقدام وشو. یو شمېر فرصت غوښتونکو او غاصبانو په بیلابیلو پلمو په تېرو کلونو کې د( ۱۰۰ ) جریبه دولتي ځمکې په غصب لاس پورې کړی وو، چې تر پیژندلو وروسته په دې سیمه کې د غاصبانو ناقانونه تاسیسات ویجاړ شول. پاتې ښاریانو ته چې په دې سیمه کې یې خپلسري کورونه جوړ کړي دي، وخت ورکړل شو، څو هر څه ژر دا دولتي ملکیت پریږدي، له دې پرته به له قانوني چلند سره مخ شي.

یاده ځمکه د کابل ښار د ماسټر پلان له مخې زرغونې سیمې او سړک ته ځانګړې شوې، چې تر تخنیکي او تدارکاتي پړاونو وروسته به یې د جوړولو په اړه اقدام وشي