الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پاکو اوبو د سپما په موخه، د اوومې ناحیې د بیلابیلو ګذرونو اوسیدونکو ته عامه پوهاوی ورکړل شو

19 سرطان 1402

10052.jpg (886 × 886)

د ځمکې لاندې پاکو او خوږو اوبو دسپما او دزرغونو سیمو د خړوب په موخه له کارول شویو اوبو څخه د ګټې اخیستنې په اړه، دا ځل د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ ریاست له خوا، د اوومې ناحیې اړوند، د پنځم، اتلسم، اوه ویشتم او اته ویشتم ګذرونو اوسیدونکو ته  عامه پوهاوی ترسره شو. د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ ریاست رییس محمد ناصر کبیري په دې اړه وویل: د یادو ګذرونو مشرانو او اوسیدونکو ته سپارښتنه شوې چې، د ځمکې لاندې اوبو کچه ټیټه شوې اړینه ده چې د اوبو په مصرف کولوکې سپما وکړي او  دزرغونو سیمو د خړوب په پار دې په ویالوکې د اوبو فلټر په نصبولوسره له تصفیه شویو اوبو څخه ګټه پورته کړي. همدا راز ښاریان کولای شي د ځمکې لاندې پاکو او خوږو اوبو  دسپما په موخه، دزرغونو سیمو د خړوبولو لپاره له فاضله او کارول شویو اوبو څخه کار واخلي. هیله ده چې ټول ښاریان د پاکو اوبو د سپما په نیت، خپل ښاري او ټولنیز مسوولیت په پام کې ونیسي