د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په لومړۍ او دویمه ناحیو کې د تاریخي سیمو د بیارغولو په اړه د همغږۍ ګډه غونډه ترسره شوه

19 سرطان 1402

10054.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ، اطلاعات او کلتور وزارت، د ښار جوړونې او ځمکو وزارت، چاپیریال ساتنې ملي ادارې او د آغاخان فرهنګي بنسټ ترمنځ په لومړۍ او دویمه ناحیوکې د تاریخي سیمو د جوړولو او بیارغولو په اړه د همغږۍ ګډه غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې تر خبرو اترو وروسته پرېکړه وشوه چې، د اړوندو ادارو داستازو په ګډون دې یو ګډ کمیسیون  جوړ او په پوره همغږۍ سره  دې د تاریخي سیمو د بیارغولو په اړه یوه جامع کړنلاره جوړه کړي. د کابل ښاروالۍ د پلان جوړونې او ښاري پراختیا مرستیال ډاکتر صدرالدین تاجک ډاډ ورکړ چې، د کابل ښار په پراختیايي پلانونو او پروګرامونو کې به د تاریخي ارزښتونو او فرهنګي میراثونو ساتنې ته لومړیتوب ورکړل شي. نوموړي ټینګار وکړ چې، په تاریخي سیمو کې د ودانیو د جوړولو په کړنلاره کې؛ باید د کابل ښار د معمارۍ هویت او زاړه جوړښتونه  شامل شي. کابل ښاروالۍ د پخوانۍ معمارۍ د څرنګوالي او هویت له مخې، د کابل ښار په تاریخي او پخوانیو ځایونو کې د ودانیزو چارو د زمینې برابرولو په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو ده