د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اتمې ناحيې په اووم ګذر کې دفرعي سړک د جوړولو چارې پيل شوې

19 سرطان 1402

10056.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته دسیمه ییزو او ترانسپورتي آسانتیاوو دبرابرولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اتمې ناحیې اړوند په اووم ګذرکې د مرنجان غونډۍ ته څېرمه د فرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې. دغه سړک ( ۸۶۳ ) متره اوږدوالی او ( ۵ ) متره سور لري چې، د لښتیو په ګډون به تر راتلونکو ( ۴ ) میاشتو پورې په بنسټیزه توګه جوړ شي. د یادې پروژې په پلي کیدو سره د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ، چې په بشپړېدو سره به یې د خلکو ګڼ شمېر ترانسپورټي او چاپیریالي ستونزې حل شي. د کابل ښاروالۍ مشرتابه په محرومو سیمو کې د پروژو پلي کولو ته تابیا لري او په پام کې ده چې، په راتلونکې کې به د ښار په کچه دا ډول نورې پروژې هم پلې کړي