الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دریمې ناحیې د بازارونو له نظم څخه څارنه وشوه

21 سرطان 1402

10058.jpg (1820 × 1024)

دښاري نظم د لا ټینګښت په موخه، د ښاري نظم د ګډ کمیسیون له لوري د دریمې ناحیې د بازارونو له نظم  څخه څارنه وشوه. د یادې ناحیې مرستیال مفتي اختر محمد عثماني په دې اړه وویل چې، د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د کارته چهار، پل سرخ او ددې ناحیې د نورو سیمو په بازارونو کې په پلو لارو او سړکونو باندې خنډونو او د ګرځنده کراچیو فعالیتونه، چې دلارو دبندیدو لامل شوي وو، رسېدنه وشوه او سرغړونکو ته یې یو شمېر سپارښتنې وکړې. سرغړونکو ته وویل شول چې د کابل ښاروالۍ اصول او مقررات په پام کې ونیسي، له دې پرته به له جدي قانوني چلند سره مخ شي. د کابل ښاروالۍ مسئولانو په بازارونو کې له ښاري نظم  څخه  په دوامداره  توګه څارنه کوي، څو ښاري ژوند قانونمند او ښاري کلتور په پام کې ونیول شي. له ټولو ښاریانو په تېره له فعالیت کوونکو څخه غوښتنه کیږي چې، ښاري اصول او قوانینو ته درناوی او په دې برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي