الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له وزیرمحمد اکبرخان څخه تر قلعه موسی ـ بي بي مهرو پورې د نښلوونکي سړک د پلولارو د جوړولو چارې پېل شوې

26 سرطان 1402

10060.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار ، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري له وزیرمحمد اکبرخان څخه تر قلعه موسی ـ بي بي مهرو پورې د نښلوونکي سړک د پلولارو د جوړولو چارې په دوه برخو کې پېل شوې . ټاکل شوې ده چې د یاد سړک پلې لارې، پلولارویانو ته د آسانتیاوو او د ښاري ښکلا رامنځته کولو په موخه، له انترلاک موزائیک تیږو څخه په بنسټیزه توګه جوړې شي. د یاد سړک د جوړولو چارې د تېر کال په نیمايي کې د (۱۰۸۴ ) متره په اوږدوالي او ( ۲۰ ) مترو په سور سره د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري پېل شوې ، چې څه موده وړاندې یې د قیرکولو چارې هم بشپړې او د ترافیکو پر مخ پرانیستل شو. یاد سړک د وزیرمحمد اکبرخان، قلعه موسی او بي بي مهرو سیمو د ګڼې ګوڼې د کمښت په برخه کې خورا ارزښت لري او د ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې ته هم زمینه برابره وي