د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په مرسته، د پنځمې ناحیې په ۳۷ م ګذر د آغا صاحب جومات په سیمه کې د( ۵ ) فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي. دا سړکونه په ټولیزه توګه ( ۱۰۰۰ ) متره اوږدوالی لريٍ چې د لښتیو په ګډون یې دجوړولو چارې د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست تر څارنې لاندې ترسره کیږي. د دې پروژې له لارې یو شمېر ښاریانو ته کاري بوختیاوې هم رامنځته شوې او په بشپړېدو سره به یې د سیمې اوسېدونکو ته ګڼې سیمه ییزې آسانتیاوې رامنځته شي
د پنځمې ناحیې په ۳۷م ګذر کې د فرعي سړکونو دکانکریټ کولو چارې روانې دي
26 سرطان 1402