د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دیارلسمې ناحیې لسم ګذر به په پلاني سیمه بدل شي

26 سرطان 1402

10064.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ځمکې د بیا تنظیم او ښاري بیا پراختیا ریاست په پام کې لري چې، د دیارلسمې ناحیې لسم  ګذر په یوه پلاني سیمه بدل کړي او د یادې سیمې په 12.7  هکټاره ځمکه کې چې 204 ملکیتونه پکې شامل دي، د ځمکې د بیا تنظیم یوه پروژه پلې شي. د سیمې اوسېدونکو ته خبر ورکړل شوی چې، له معیار سره سم د نويو کورونو جوړولو په موخه به په یاده سیمه کې د استملاک پر ځای د ځمکې دبیا تنظیم او ښاري بیا پراختیا پروژه پلې شي او له یادې کړنلارې څخه به د کابل ښار په نورو سیمو کې هم ګټه واخیستل شي. ورته مهال د سیمې اوسېدونکو ژمنه وکړه چې، د پروژې په پلي کېدو کې به له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي.  په دې پروژه کې د ښاریانو حقونه خوندي دي او ګڼ شمېر ښاري زیربناو او آسانتیاو ته به  لاس رسی ومومي. د ځمکې دبیا تنظیم او د ښاري بیا پراختیا عملیې دوه هغه لارې دي چې،  کیدای شي د ځمکې د پراختیا او پلان جوړونې په برخه کې د استملاک پر ځای وکارول شي. د سیمې د سروې چارې د ځمکې دبیا تنظیم او ښاري بیا پراختیا ریاست له لوري له ناحیې سره په همغږۍ کې ترسره کیږي، چې د پرمختیايي پلانونو تر جوړولو او منظورۍ وروسته به د پروژې د پلي کېدو په اړه عملي اقدام وشي او یاده سیمه به په یوه پلاني سیمه بدله شي