الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د اتمې ناحیې نوی رئیس د یادې ناحیې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو

26 سرطان 1402

10070.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ په وړاندیز او د ریاست الوزرا  د محترم مقام په منظورۍ، مولوي سیدشاه« حمیدي» د اتمې ناحیې د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی او نن د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر د مرستیال مولوي احمدشاه «وقاد» له لوري ددغې ناحیې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. په یادو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ مقام د دفتر مرستیال د چارو د لاسمون په موخه، د کابل ښاروالۍ د مشرتابه پلاوي د لارښوونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د اتمې ناحیې لپاره یې د مولوي سیدشاه«حمیدي» ټاکنه، چې له لوړو زده کړو څخه برخمن دی پر ځای ګام وباله. نوموړي وویل چې، اتمه ناحیه د کابل ښار یوه ګڼ میشته ناحیه ده چې، د ښاریانو درضایت ترلاسه کولو په موخه،دلا ښو خدمتونو وړاندې کولو ته اړتیا ده.  ورته مهال د اتمې ناحیې نوي رئیس د خدمت کولو ژمنه وکړه او ویې ویل چې، د الله (ج ) په مرسته به هڅه وکړي څو د یادې ناحیې اوسیدونکو ته ښه او ګټور خدمتونه وړاندې شي، خو په دې برخه کې یې د خپلو همکارانو مرسته اړینه او مهمه وبلله