د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قول سیدان سیمې د کوڅو او زینو جوړولو چارې روانې دي

26 سرطان 1402

10074.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په ملاتړ د دریمې ناحیې اړوند په دویم ګذر قول سیدان ( غرنیزه) سیمه کې د کوڅو او زینو جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پروژو او پروګرامونو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ په دې سیمه کې د ۱۱۷۵ متره په اوږدوالي او له ۲ تر۳ متره په سور د لښتیو په ګدون د زینو جوړولو چارې روانې دي، چې ډېر ژر به یې کار بشپړ شي. د یادو کوڅو او زینو په جوړېدو سره به د سیمې خلکو ته د تګ راتګ په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي. په غرنیزو سیمو کې د پروژو پلي کول یو لومړیتوب دی چې، د کابل ښاروالۍ له لوري به په دې برخه کې لا ډېر کارونه ترسره شي