د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ښاري کلتور د ودې او د اوبو د سپما په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

27 سرطان 1402

10076.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ټولنيزو او کلتوري چارو د مرستیال مولوي حبيب الرحمن منصور په مشرۍ، د ښاري کلتور د مهمو مسايلو په ځانګړې توګه د ځمکې لاندې پاکو اوبو د سپما او زرغونو سیمو ته د اوبو رسولوپه موخه، له کارول شويو اوبو څخه د استفادې په اړه، د لومړۍ،دوهمې، دریمې، څلورمې او پنځمې ناحیو د محلي شوراګانو استازو ته دعامه پوهاوي غونډه ترسره شو. په غونډه کې د کابل ښاروالۍ د ټولنيزو او کلتوري چارو مرستیال د یادو ناحیو اوسیدونکي د ښار په وړاندې خپلو شخصي او ټولنيزو مسووليتونو ته وهڅول او ويې ويل، چې ښاري ژوند د يو لړ اصولو او مقرراتو په رعايت کولو پورې تړلى دى، چې له مخې يې هوسا او قانوني ژوند برابرېږي. نوموړي زیاته کړه چې، د ځمکې لاندې اوبو کچه راټيټه شوې،نو کیدای شي په ويالو کې د اوبو د فلټرونو په نصبولو سره، د فاضله او کارول شویو اوبو له تصفيه کیدو وروسته، له ترلاسه شويو اوبو څخه د ونو او زرغونو سیمو په خړوبولو کې ګټه پورته شي.  همدا راز د کابل ښاروالۍ د نشراتو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد، د ښکلي او زرغون کابل په رامنځته کولو کې د ښاریانو رول مهم وباله او ویې ویل: ښار د ټولو ښاریانو مشترک کور دی او د ښار هر اوسیدونکی د خپل ښار او ټولنې په وړاندې مسؤلیتونه لري،چې باید ورته پاملرنه وشي. ورته مهال د انرژۍ او اوبو وزارت د اوبو د تنظیم عمومي رئیس انجینر نعمان نثار، کابل ښاریان د اوبو سپما کولو ته وهڅول او ویې ویل چې، دغه وزارت به د مشرانو او د خلکو د استازو په مرسته د څاګانو د غیر قانوني کیندلو مخه ونیسي، او د ځمکې لاندې پاکو اوبو د پیاوړتیا لپاره به د بیلابیلو ادارو په همغږۍ، اغیزمن او ګټور کارونه ترسره کړي. همدارنګه د کابل د دوه ویشت ګونو ناحیو د وکیلانو د شورا رئیس عبدالمجیب صافي او د کابل د خلکو یو شمېر استازو د خپلو خبرو په ترڅ کې ډاډ ورکړ، چې ښاریان به د ښاري کلتور او د پاکو اوبو د سپما په برخه کې خپل ټولنیز او ښاري مسوولیتونه په پام کې ونیسي. د غونډې په پای کې د کابل ښاروالۍ د نشراتو او عامه پوهاوي ریاست له لوري یو شمیر د عامه پوهاوي ویډیويي پیغامونه ګډونوالو ته وړاندې شول