د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لومړۍ ناحیې له بازارونو څخه (۲۲۰۰ ) کیلوګرامه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي راټول شول

27 سرطان 1402

10078.jpg (1820 × 1024)

د ښاریانو دروغتیا خوندیتوب په موخه، د لومړۍ ناحیې مسوولانو د خپلو وروستیو څارنو په ترڅ کې د دې ناحیې له بازارونو څخه، ( ۲۲۰۰ ) کیلو ګرامه بې کیفیته خوراکي او غیرخوراکي توکې، چې دمصرف نیټه یې هم پای ته رسیدلې وه، او یو شمېر لوډیسپیکرونه چې د غږیزې ککړتیا لامل ګرځیدلي وو راټول او د له منځه وړلو لپاره ځانګړي ځای ته ولېږدول شول. په راټولو شویو موادوکې، شیدې، قیماق، آچار، دلوبیا او نخودو کنسرو، چپس، چاکلیټ، بسکویټ، شامپو، صابون، ډول ډول غیر الکولي مشروبات او کیچپ شامل وو. له ښاریانو څخه هیله کیږي چې، د خپلو اړتیا وړ توکو د پیرودلو پرمهال د هغو نیټې او کیفیت ته پام وکړي. همدارنګه، ټولو پلورونکو ته سپارښتنه کیږي چې، د بې کیفیته او تارين تېرو توکو له پلور څخه په کلکه ډډه وکړي.