الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

دکابل ښاروالۍ کارکوونکو ته د (رهبرۍ او مدیریت) تر عنوان لاندې جوړ شوی ورکشاپ پای ته ورسید

27 سرطان 1402

10080.jpg (1820 × 1024)

هغه پنځه ورځنی ورکشاپ چې، د کابل ښاروالۍ د ترافيکي چارو د همغږۍ ریاست  او د اتمې او شپاړلسمې ناحیو د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره، د ظرفیت لوړونې او د رهبرۍ او مدیریت د مهمو مسایلو د پېژندلو په موخه جوړ شوی و،د سندونو په ویشلو. په بریالیتوب سره پای ته ورسید. په دې ورکشاپ کې د زیان منونکو ټکو  پېژندلو او هغوی ته رسیدنه، له مراجعینو سره د ښه چلند، د موثریت رامنځته کولو، د مدیریتي او مسلکي مهارتونو د کچې د لوړولو، صداقت او امانتدارۍ، پلان جوړونې، همغږي، رهبرۍ، د فعالیتونو د کنټرول او نورو اړینو مسایلو په اړه د کابل ښاروالۍ د بشري منابعو د ریاست د روزنې او ظرفیت لوړونې آمریت له خوا ګډونوالو ته معلومات ورکړل شول. د دا ډول ورکشاپونو د جوړیدو موخه، د یوې اغیزمنې او خدمتګارې ادارې رامنځ ته کول دي، ترڅو د کابل ښاروالۍ د بیلابیلو څانګو مسوولین ښاریانو ته پر وخت او معیاري خدمتونو وړاندې کولو ته چمتو شي