د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د زنبق له څلور لارې څخه تر آریانا څلورلارې پورې د سړکونو د بیارغونې چارې بشپړې شوې

29 سرطان 1402

10082.jpg (1820 × 1024)

د دوهمې او نهمې ناحیو اړوند له زنبق څلورلارې څخه تر آریانا څلور پورې ( ارګ او شش درک) خواووته دسړکونو د زیانمنو برخو د بیا رغولو چارې، چې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا پیل شوې وې، بشپړې شوې.د کار، ساتنې او مراقبت رياست اداري مرستيال قاري خيرمحمد خيرخواه په دې اړه وويل، چې په يادو شويو سيمو کې د سړک زیانمنې شوې برخې له فني او تخنيکي مطالعاتو وروسته، د پرمختللې ماشینرۍ په کارولو سره په بنسټیزه او معياري توګه بیا ځلي رغول شوې دي. نوموړي زياته کړه، چې د دغه رياست له لوري د ښار د سړکونو ساتنه او څارنه د کاري پلان له مخې دوام لري