الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د څوارلسمې ناحيې اړوند د شملزو په سيمه کې د فرعي سړک د جوړولو چارې پيل شوې

29 سرطان 1402

10084.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاریانوته دښاري او سیمه ییزو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، دکابل ښاروالۍ له خوا  او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د څوارلسمې ناحیې په دیارلسم ګذرکې د شملزو سیمې دفرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې.د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې، (۱۱۲۰ ) متره اوږدوالی او په منځنۍ کچه (۴) متره سور لري، د لښتيو په ګډون به د څه باندې (۱۱،۶) میلیون افغانیو په لګښت، د شپږو میاشتو په موده کې په بنسټیزه توګه جوړ شي. د دغي پروژې په پلي کیدو سره به له یوې خوا د سیمې د اوسیدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې هوارې او له بلې خوا  یو شمېر ښاریانو ته کاري زمینه هم برابره شوې ده لیرې پرتو سیمو ته چې له ښاري آسانتیاوو بې برخې دي پاملرنه، د کابل ښاروالۍ له لومړیتوبونو څخه شمیرل کیږي،  چې په داشان سیمو کې به ورته نورې پروژې یو په بل پسې پلې شي