الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په تپه سلام سیمه کې به د زینو او کوڅو جوړولو چارې ډېر ژر بشپړې شي

29 سرطان 1402

10086.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې په ملاتړ ، ددریمې ناحیې په دریم ګذرپورې اړوند تپه سلام سیمه کې د کوڅو او زینو جوړولو چارې (۹۵) سلنه مخته تللی  او ډېر ژر به بشپړې شي. د کابل ښاروالۍ د پروژو او پروګرامونو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ د یادې سیمې په دریو برخو کې، لمړۍ برخه یې د ( ۱۷۲ ) مترو په اوږدوالي د زینواو لښتي، دویمه برخه یې، د (۱۵۵) مترو په اوږدوالي د لښتي او زینو، او په دریمه برخه کې یې د (۷۰) مترو په اوږدوالي د کوڅو او لښتي جوړولو چارې روانې دي. د دې پروژې له لارې د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکو ته کاري بوختیا رامنځته شوې،چې په جوړېدو سره به یې د سیمې د اوسېدونکو ترانسپورټي ستونزې حل شي. په غرنیزو سیمو کې د پروژو پلي کول یو لومړیتوب دی چې، د کابل ښاروالۍ له لوري به په دې برخه کې لا ډېر کارونه تر سره شي