د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اوومې ناحیې له بازارونو څخه (۱۵۰۰ ) کیلوګرامه بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي راټول شول

29 سرطان 1402

10088.jpg (1820 × 1024)

د ښاریانو دروغتیا خوندیتوب په موخه، د اوومې ناحیې مسوولانو د خپلو وروستیو څارنو په ترڅ کې د دې ناحیې له بازارونو څخه،(۱۵۰۰) کیلوګرامه بې کیفیته خوراکي او غیرخوراکي توکې، چې دمصرف نیټه یې هم پای ته رسیدلې وه، او یو شمېر لوډیسپیکرونه چې د غږیزې ککړتیا لامل ګرځیدلي وو راټول او د له منځه وړلو لپاره ځانګړي ځای ته ولېږدول شول. د اوومې ناحيې رئیس مولوي عبدالغفور غفوري وويل: په راټولو شویو موادوکې، شیدې، قیماق، آچار، دلوبیا او نخودو کنسرو، چپس، چاکلیټ، بسکویټ، شامپو، صابون، ډول ډول غیر الکولي مشروبات او کیچپ شامل وو. له ښاریانو څخه هیله کیږي چې، د خپلو اړتیا وړ توکو د پیرودلو پرمهال د هغو نیټې او کیفیت ته پام وکړي. همدارنګه، ټولو پلورونکو ته سپارښتنه کیږي چې، د بې کیفیته توکو له پلور څخه په کلکه ډډه وکړي