الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په څلورمه ناحیه کې تنظیفي حشر ترسره شو

29 سرطان 1402

10090.jpg (1820 × 1024)

د ښاري سیمو او چاپېریال د پاک ساتلو په موخه، د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور په ګډون، د څلورمې ناحیې د مسوولانو، دعلماوو، ګذر وکیلانو او ځوانانو شورا ګانو په ګډون،په یاده ناحیه کې تنظیفي حشر ترسره شو، چې په پایله کې بیلا بیلې سیمې د کثافاتو له شتون څخه پاکې شوې. د کابل ښاروالۍ د ټولنيزو او کلتوري چارو مرستیال، کابل ښاریان د خپل ښار او خپل چاپېریال پاکولو ته د هڅولو ترڅنګ وويل ، چې د ښار پاکول يوازې د کابل ښاروالۍ دنده نه ده، بلکې موږ ټول بايد لاسونه سره يو کړو او خپل ښار دکثافاتو له شتون څخه پاک کړو.  ښاغلي منصور زیاته کړه چې، د چاپېریال او ښاري سیمو پاکوالی د هوسا ژوند بنسټ او د اسلام د سپیڅلي دین له لارښوونو څخه دی، نو له همدې امله د بېلابېلو ناحیو له اوسیدونکو څخه غوښتنه کوو، چې په دې برخه کې د کابل ښاروالۍ له مسوولانو سره مرسته وکړي، تر څو له هر راز ککړتیاوو څخه یو پاک او ښکلی ښار ولرو. دغه راز نوموړي هيله وکړه چې ښاريان دې د خپلو ملکیتونو مخ ته د ونو او زرغونو سیمو په خړوبولو کې خپل ښاري او ديني مسووليتونه ترسره کړي. په ورته وخت کې د څلورمې ناحیې د بېلابېلو سیمو مشرانو او اوسېدونکو، د ښار د پاکوالي او زرغونتیا په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره د هر راز مرستو ژمنه کړه