الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دریمې ناحیې په کچه تنظیفي او د ونو د خړوبولو حشر ترسره شو

29 سرطان 1402

10092.jpg (1820 × 1024)

د یوه پاک، سوکاله او ښکلي کابل ښار د درلودلو او د مسؤلينو او ښاریانو ترمنځ د همکارۍ د روحیې د پیاوړتیا په موخه، د کابل ښاروالۍ د نشراتو او عامه پوهاوي ریاست په غوښتنه د دریمې ناحیې په اړوندو سیمو کې تنظیفي او د اوبو لګولو حشر ترسره شو. په دې حشر کې د درېيمې ناحيې مسوولانو او اوسیدونکو د دې ناحیې له بېلابېلو سيمو څخه خواره واره کثافات راټول او د تنظیف رياست د کارکوونکو له خوا له ښار څخه بهر ټاکلې ځای ته ولېږدول شول او هم يې په بېلابېلو برخو کې زرغونې سیمې او ونې خړوب کړې. د کابل ښاروالۍ د نشراتو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد،  په دې حشر کې د ښاریانو له ګډون څخه مننه وکړه،  او ویې ویل چې، په ګډ کار سره به د ښار پاکوالي،ښکلا او زرغونتیا ته لا ښه زمینه برابره شي، او د دې حشر د ترسره کولو موخه، د کثافاتو ټولول، په ښاري سیمو کې د کثافاتو له اچولو څخه مخنیوی او په ګرم موسم کې د ونو د خړوبولو لپاره د زمینې برابرول دي. ورته مهال د درېيمې ناحيې مرستيال مفتي اختر محمد عثماني په دې اړه وويل: که ښاريان د خپل چاپېریال پاکوالي ته پاملرنه وکړي، نو له یوې خوا به د کثافاتو د تولید کچه راټیټه او په اسانۍ سره کیدای شي راټول  او له بلې خوا به د تنظیف ریاست دکارکوونکو په اوږو دروند بار سپک شي. دغه راز د درېیمې ناحیې اوسېدونکو ژمنه وکړه، چې د ښار په پاک ساتلو او ددې ناحیې په بیلا بیلو سیموکې به دونو په خړوبولوکې له کابل ښاروالۍ سره مرسته کوي