د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د (له تخنیکي او عملیاتي اړخه د موټر چلوونکي مکلفیتونه) تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

29 سرطان 1402

10094.jpg (922 × 518)

د کابل ښاروالۍ د مالي او اداري ریاست له خوا او د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت په مرسته، د دې ادارې موټر چلوونکو لپاره د (له تخنیکي او عملیاتي اړخه د موټر چلوونکي مکلفیتونه) تر عنوان لاندې د پوهاوي یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو. د ورکشاپ په پیل کې د کابل ښاروالۍ مالي او اداري رئیس مولوي عبدالله نیازي د خپلو خبرو په تر څ کې وویل، چې د دغه ورکشاپ له جوړیدو څخه یې موخه، د خپلو مکلفیتونو او مسوولیتونو د ترسره کولو په اړه د دې ادارې د موټر چلوونکو د پوهاوي د کچې لوړول دي او د دې ادارې موټر چلوونکو تل خپلې دندې په پوره امانتدارۍ او ایماندارۍ ترسره کړې او د خپل مسوولیت د احساس په پیاوړتیا سره به دلا زیاتو چوپړتیاوو وړاندې کولو ته چمتو شي. وروسته د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت استازو د موټر چلولو د اصولو، مسلکي مهارتونو، د بیت المال د موټرو د ساتنې، د شخصي استفادې د مخنیوي، شفافیت او اداري کړنلارو په اړه معلوماتي کڅوړې چې د دوی له خوا برابرې شوې وې، د ورکشاپ ګډونوالوته یې وړاندې کړې