د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لومړۍ ناحیې اوسېدونکو ته د ونو او زرغونو سیمو د خړوبولو په اړه د پوهاوي غونډه ترسره شوه

31 سرطان 1402

10098.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د ټولنيزو او کلتوري چارو دمرستیال مولوي حبيب الرحمن منصور په مشرۍ، د لومړۍ ناحيې اوسیدونکو ته د ونو او زرغونو سیمو د خړوبولو او د ځمکې لاندې پاکو اوبو د سپما په اړه، د پوهاوي غونډه ترسره شوه. په غونډه کې د کابل ښاروالۍ د ټولنيزو او کلتوري چارو مرستیال د ونو او زرغونو سیمو لپاره د اوبو پر برابرولو ټينګار وکړ او ويې ويل چې ،د مسوولينو او ښاريانو ترمنځ د همکارۍ په پياوړې روحيې سره کولاى شو د ښار او چاپېریال پاکوالي او زرغونتيا ته وده ورکړو او خپل ښار چې، زموږ ټولو ګډ کور بلل کیږي،  پاک، ښکلی او سمسور کړو. په همدې حال کې د لومړۍ ناحیې او د اوبو د تنظیم ریاست مسوولانو د یادې ناحیې اوسیدونکي د ځمکې لاندې پاکو اوبو سپما کولوته وهڅول او ویې ویل چې، په دې برخه کې به د مشرانو او دخلکو د استازو په مرسته او له بیلا بیلو ادارو سره په همغږۍ به د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا په موخه اغیزمن او ګټور کارونه ترسره شي. همدا راز د لومړۍ ناحیې اوسیدونکو ډاډ ورکړ، چې د ونو د خړوبولو، د اوبو د سپما او دښار پاکوالي په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره هر اړخیزې مرستې وکړي. په پاې کې د یادې ناحيې اړوند سیمو کې ونې او زرغونې سيمې خړوب شوې