الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د څوارلسمې ناحيې اړوند د باغ داود سيمې د فرعي سړک د جوړولو چارې پيل شوې

31 سرطان 1402

10100.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاریانوته دښاري او سیمه ییزو آسانتیاوو رامنځته کولو په نیت، دکابل ښاروالۍ له خوا  او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د څوارلسمې ناحیې په نهم ګذرکې د باغ داوود سیمې دفرعي سړک د جوړولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک چې (۸۸۴ ) متره اوږدوالی او (۵) متره سور لري، د لښتيو په ګډون به د دریو میاشتو په موده کې په بنسټیزه توګه جوړ شي. د دغي پروژې په پلي کیدو سره به له یوې خوا د سیمې د اوسیدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې هوارې او له بلې خوا  یو شمېر ښاریانو ته کاري زمینه هم برابره شوې ده.  لیرې پرتو سیمو ته چې له ښاري اسانتیاوو بې برخې دي پاملرنه، د کابل ښاروالۍ له لومړیتوبونو څخه شمیرل کیږي،  چې په داشان سیمو کې به ورته نورې پروژې یو په بل پسې پلې شي