د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کمپنۍ چوک ته د غځیدلو سړکونو په پراخه کیدو سره په سیمه کې ترافیکي نظم رامنځته شوی دی

31 سرطان 1402

10102.jpg (1820 × 1024)

د ښاري ښکلا او ترافیکي نظم رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا، کمپنۍ چوک ته له دریو خواوو څخه دغځېدلو سړکونو ګلدانونه اصلاح (کوچني) شوي، چې په پایله کې دغو سړکونو پراختیا موندلې او ترڅنګ یې ترافیکي نظم هم رامنځته شوی دی. د دغه چوک په درېيو خواوو کې د سړکونو د قیرکولو چارې، په ټولیزه توګه د ( ۷۰۰ ) مترو په اوږدوالي او له ( ۱ ) متر څخه تر (۷ ) مترو په سور، او همدارنګه د جدولونو د نصبولو چارې په معياري او بنسټیز ډول بشپړې شوې دي. د یادې سیمې د زرغونتیا او ښکلا د رامنځته کولو او پراختیا په موخه به، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له خوا یو لړ نور فعالیتونه هم ترسره شي. دیادولو وړ ده چې، تر دې وړاندې دکمپنۍ پله او کوټه سنګي خواووته ددغې څلورلارې د غځیدلو سړکونو د منځ  ګلدانونه ډیر پراخ جوړشوي وو، چې دښاریانو دتګ راتګ او ترافیکي بهیر په وړاندې یې ګڼې ستونزې رامنځته کړې وې، خو اوس مهال دغه ستونزې هوارې شوې دي