د چاپېريال او ښاري سيمو دپاکولو په موخه، د دويمې ناحيې اړوند سيموکې ديادې ناحيې د مسوولينو، علماؤ، ګذروکيلانو او د ځوانانو شوراګانو په ګډون تنظيفي حشر ترسره شو، چې پايله کې بيلا بيلې سيمې دکثافاتو له شتون څخه پاکې شوې,دښار پاکوالى يوازې دښاروالۍ دنده نه ده، بلکې دا دټولو ښاريانو مسووليت دى څو لاسونه يو بل ته ورکړي، خپل چاپېريال او خپل ښار پاک وساتي, په دې توګه له ټولو ښاريانو څخه هيله کېږي، ترڅو د يوه پاک او ښکلي ښار د درلودلو په برخه کې د کابل ښاروالۍ له کارکوونکو سره مرسته وکړي,په دې حشر کې ديادې ناحيې دبيلابيلو سيمو اوسېدونکو او مشرانو ژمنه وکړه، چې دښار په پاکولو کې به له کابل ښاروالۍ سره مرسته کوي او په عامه ځايونوکې به د کثافاتو له غورځولو څخه مخنيوى وکړي٠
د دوېمې ناحيې اړوند سيموکې تنظيفي حشر ترسره شو
31 سرطان 1402