د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شپږمې ناحيې دګذر وکيلانو شورا رئيس وټاکل شو

31 سرطان 1402

10106.jpg (1820 × 1024)

د شپږمې ناحيې د ګذروکيلانو د شورا په مشورتي غونډه کې ښاغلي عبداللطيف د دې ناحیې د ګذر وکيلانو د شورا د رئيس په توګه وټاکل شو. په دې ناسته کې د شپږمې ناحيې رييس مولوي محمد ايوب ثابت د چاپېريالي او ښاري ستونزو د پېژندنې او حل په اړه معلومات ورکړل او ټينګار يې وکړ، چې د ښاري خدمتونو د بهير د ګړنديتوب لپاره بايد د ګذر وکيلان هر اړخيزه مرسته وکړي، اوس تر بل هر وخت د ګذر وکیلانو ته په کار ده چې، د کابل ښاروالۍ له مسوولینو سره د ټولنیز وضعیت د ښه والي او د سیمه ییزو او ښاري ستونزو د حل په برخه کې زیاته همکاري وکړي. نوموړي د شپږمې ناحیې د ګذر وکیلانو د پخواني رییس حاجي وزیر ګل د ګټورو خدمتونو او له پر له پسې همکاریو څخه قدرداني هم وکړه. همدا رنگه محمد ناصر کبیري د کابل ښاروالۍ د خلکو همغږۍ رئیس  وویل چې د کابل ښاروالۍ ټول مسوولین ښاریانو ته دلا ښو چوپړتیاوو وړاندې کولو ته چمتو دي، او د ګذر وکیلانو له نظرونو او وړاندیزونو څخه په ګټې اخیستنې به راتلونکي پروګرامونه او پلانونه جوړ او د پلي کولو لپاره به یې وړاندې کړو، موږ به دمسؤولیت د احساس او د ښاري نظم د ښه والي لپاره د مرستې په پیاوړې روحیې سره، غښتلي ګامونه پورته کړو