الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د اتمې ناحيې په اووم ګذرکې دفرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي

31 سرطان 1402

10108.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اتمې ناحیې اړوند د مرجان غونډۍ ته څېرمه کارته نوخوا ته، د فرعي سړک د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو دتنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ دغه سړک( ۸۶۳ ) متره اوږدوالی او ( ۵ ) متره سور لري، چې د لښتي په ګډون به یې دجوړولو چارې، د دریو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دغه سړک په جوړېدو سره به د سیمې اوسېدونکو ته ګڼې ښاري او سیمه ییزې آسانتیاوې برابرې او موسمي ستونزې به یې هوارې شي. د یادولو وړ ده، چې د دغې پروژې له لارې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده