د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په څلورمه ناحیه کې د ونو د خړبولو حشر ترسره شو

1 اسد 1402

10110.jpg (1820 × 1024)

دښاري سیمو دزرغونتیا په موخه، د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو دمرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور په مشرۍ، او د څلورمې ناحیې د سیمه ییزو شوراګانو او اوسیدونکو په ګډون، په دې ناحیه کې د ونو او بوټو د خړوبولو حشر ترسره شو، چې په ترڅ کې یې بیلابیلې زرغونې سیمې او ګڼ شمیر ونې خړوب شوې. د کابل ښاروالۍ د ټولنيزو او کلتوري چارو مرستیال په خپلو خبروکې دزرغونو سیمو او د ونو خړوبولو ته د دغه حشر ګډونوال وهڅول او ويې ويل، چې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رياست امکانات او سرچينې محدودې دي او نشي کولای چې د ښار ټولې ونې او زرغوني سیمې خړوب کړي، نو له همدې امله په دې برخه کې د عامو خلکو مرسته اړينه ده. همدارنګه ښاغلي منصور وویل: د ځمکې لاندې اوبو کچه راټیټه شوې، نو اړتیا ده چې په ویالو کې د اوبو د فلټرونو په نصبولو او د فاضله او کارول شویو اوبو له فلټرکولو وروسته، باید ترلاسه شوې اوبه د ونو او زرغونوسیمو د خړوبولو لپاره وکارول شي. په ورته وخت کې د څلورمې ناحیې اوسیدونکو ژمنه وکړه، چې د یوه پاک او زرغون کابل د درلودلو په موخه به له کابل ښاروالۍ سره تل همکار پاتې شي