د شپاړلسمې ناحیې اړوند قلعه زمان خان سیمه کې د استملاک شویو ملکیتونو د ویجاړولو او پاکولو چارې پیل شوې. د شپاړلسمې ناحيې رئیس مولوي محمد عارف کمالي په دې اړه وويل، چې تر درې جريبه زيات استملاک شوي ملکیتونه پاک شوي او سیمه د پلان د پلي کېدو لپاره چمتو ده. د يادو ملکیتونو مالکانو ته پخوا د کابل ښاروالۍ له خوا حقوق ورکول شوي، خو بیایې هم له دغو ملکیتونو څخه په ناقانونه توګه ګټه پورته کوله. په پام کې ده چې د قلعه زمان خان د( ۶۰ ) متره سړک په اوږدو کې هغه تفصیلي پلانونه چې، په دې وروستیو کې د کابل ښاروالۍ له خوا د ښار د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره جوړ شوي، پلي شي
په شپاړلسمه ناحیه کې د استملاک شویو ملکیتونو د ویجاړولو او پاکولو چارې پیل شوې
1 اسد 1402