الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ مشرتابه د دیارلسمې ناحیې دلسم ګذر له اوسیدونکو سره ولیدل

3 اسد 1402

10114.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د پلان جوړونې او ښاري ودې مرستیال ډاکټر صدرالدین تاجک ،د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې دلسم ګذر له مشرانو او دخلکو استازو سره، له غیر پلانې څخه  پلانې سیمې ته د یاد ګذر دبدلولو  په اړه بحث او خبرې وکړې. ښاغلي تاجک د سیمې د اوسېدونکو د ستونزو له اورېدو وروسته وویل، چې په یاده سیمه کې به د ځمکې د بیا تنظیم یوه پروژه پلې شي، چې ورسره جوخت به د سیمې د اوسیدونکو حقونه خوندي او دوی به ښې ښاري زیربناوې او سیمه ییزې آسانتیاوې ترلاسه کړي. دا پروژه د کابل ښار د باثباته پراختیا له نظره داسې طرحه شوې ده چې، د ځمکې د استملاک له کړنلارې څخه په ګټه اخیستنې د پروژو د پلي کولو د طریقې پر ځای د نویو او عصري میتودونو (د ځمکې بیا تنظیم او ښاري پراختیا) په پام کې نیولو سره غیر پلاني سیمې په پلاني سیمو بدلې کړي. کابل ښاروالۍ هوډ لري چې، د ښاري ودې پروژه د دیارلسمې ناحیې د لسم ګذر په (۱۲،۷) هکتاره ځمکه  (۲۰۴ ملکیتونه)کې د سیمې د اوسیدونکو په مرسته پلي کړي. په دې لیدنه کې د يادګذر اوسېدونکو د خپلو سیمه ییزو او ښاري ستونزو د څرګندولو په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې د دغه پلان په پلي کولو کې به له کابل ښاروالۍ سره هر اړخیزې مرستې وکړي. په پای کې د پلان جوړونې او ښاري ودې مرستیال ډاډ ورکړ چې، د شته امکاناتو او منابعو په پام کې نیولو سره به، د دوی ستونزو ته رسیدنه وکړي