د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له مسلخونو څخه د کار اخیستنې په اړه د همغږۍ ګډه غونډه ترسره شوه

3 اسد 1402

 

 10116.jpg (1200 × 675)

د کابل ښاروالۍ، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت،  د کسبګرو د خونې او د قصابانو د اتحادیې تر منځ، د کاریزمیر او ریشخور په سیمو کې له شته مسلخونو څخه د ګټې اخیستنې په اړه،  د همغږۍ ګډه غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د چاپېريال ساتنې رئیس مولوي ياسرعمري وويل، چې د قصابانو او نورو عامه ځايونو په مخ کې د څارويو ذبح کول، په ځانګړي ډول د هوټلونو خاوندانو له خوا د هوټلونو په انګړکې ذبح کول په کلکه منع دي. کابل ښاروالۍ پلان لري چې، د ښار د معیاري ودې او له راز راز ناروغیو څخه د ښاریانو د روغتیا د خوندي کولو او همدارنګه د ښار په بیلابیلو زونونو کې د ښاري تاسیساتو له ویجاړولو څخه دساتنې په موخه، له اړوندوادارو سره په همغږۍ د څارویو د ذبحې لپاره ځانګړي ځایونه وټاکي، چې د سروې چارې او تخنیکي سندونه به یې ډېر ژر بشپړ، او د اوس وخت لپاره باید په کاریزمیر او ریشخور سیمو کې د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت له شته مسلخونو څخه کار واخیستل شي. دغونډې ګډونوالوپه وار سره خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل او پرېکړه وشوه، چې قصابان په ځانګړې توګه د ودونو د هوټلونو مالکان دې په يادو مسلخونو کې خپل څاروي ذبح کړي، که نه نو له قانوني چلند سره به مخ شي. د کابل ښاروالۍ د چاپېریال ساتنې ریاست به په منع شویو ځایونو کې د څارویو د ذبحې د مخنیوي لپاره په دوامداره توګه څارنه کوي