د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,80 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پنځلسمه ناحیه کې دیوه فرعي سړک دجوړولو چارې روانې دي

3 اسد 1402

10118.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د سیمه ییزو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د پنځلسمې ناحیې اړوند شپږم ګذر کې دیو فرعي سړک د جوړولو چارې، چې څه موده وړاندي دکابل ښاروالۍ له لورې اودهبیتات دفتر په مرسته پیل شوې وې روانې دي. د پنځلسمې ناحیې رئیس عبدالبصیر خلیلي اخندزاده په دې اړه وویل، دغه سړک چې (۷۵۰) متره اوږدوالی او له (۴)  مترو څخه تر(۵) متره سور لري، دلښتیو په ګډون به دنږدې یوې میاشتې په موده کې په معیاري اوبنسټیزه توګه جوړ او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې ګڼې سیمه ییزې ستونزې حل شي، ځکه یاده سیمه په تېرو وختونو کې له ښاري آسانتياوو څخه بې برخې پاتې وه. د خاورینو سړکونو جوړول، ترانسپورتي آسانتیاوو ته لاسرسی او د سالم ښاري چاپيريال رامنځته کول،کابل ښاروالۍ ته ځانګړی ارزښت لري